Close
تبلیغات در بلاگ اسکای
راتلونکو ته  چاپ
تاریخ : یکشنبه 17 شهریور ماه سال 1387

برتولت برشت

I

په رښتیا چې په تور او بدمرغه پیر کې ژوند کوم:

نن یوازې احمقانه خبرې بی خطره دی

پر تندی غونج نلرل، د بی احساسۍ خبر ورکوی

او هغه چې خاندی، لا یې ویرجن خبر نه دی اوریدلی.

دا څنګه زمانه ده

چې له ونو خبرې کول، کټ مټ جنایت دی

کله چې د دومره تباهۍ په اړه هیڅ نه وایو!

هغه څوک چې په آرامۍ سره په خپله لاره ځی ګناهکار دی

ځکه هغه دوستان چې په تنګسی کې دی

نور هغی ته لاسرسی نلری.

دا سمه ده: زه لا رزق او روزی نلرم

خو باور کړی: دا یوازې یو تصادف دی

په پام کې می نه ده کوم کار چې کوم ما ډوډۍ او اوبو ته ورسوی

که بخت او قسمت راته شا کړی، کار مې جوړ دی.

ماته وایی: وخوره، وڅښه او له هغه څه چې لری خوښ ووسه

خو څنګه کولای شم وخورم او وڅښم

کله چې مې خپل خواړه د یو ولږی له ورغوی اخیستی وی

او د اوبو جام ته مې یو تږه مستحق وی.

خو بیا یې هم خورم او څښم.

زما زړه هم غواړی پوه ووسم

په پخوانیو کتابونو کې یې پوه انسان داسې تعریف کړی دی:

د زمانې له آشوب څخه تښتیدل او دا لنډ‌ عمر

بی وحشته تیرول

بدیو ته په نیکۍ ځواب ورکول

یو یوهیلې له یاده ویستل

دې ته وایی پوهه.

خو دا کارونه له ما نه پوره کیږی

په رښتیا چې په تور او بدمرغه پیر کې ژوند کوم.

II

د آشوب پر مهال ښارونو ته راغلم

کله چې ولږې بیداد کاوه

د پاڅون پر مهال د خلکو منځ ته راغلم

او هغوی سره می فریاد کړی

کوم عمر چې ماته راکړل شوی و

پر ځمکې داسې تیر شو.

خواړه مې د جګړو تر منځ وخوړل

د قاتلانو تر څنګ مې  د خوب لپاره سر کیښود

مینه مې جدی ونه نیوله

او زړه مې طبیعت ته ونه سپارو

کوم عمر چې ماته راکړل شوی و

پر ځمکې داسې تیر شو.

زما په روزګار کې ټولې لارې ډنډونو ته ختمیدئ

ژبی مې زه جلادانو ته وروپیژندلم

زور مې ډیر نه و، خو هیله مې لرله

چې واکمنانو ته سرخوږی برابر کړم!

کوم عمر چې ماته راکړل شوی و

پر ځمکې داسې  تیر شو.

توشه او توان مو ډیر نه و

هدف لری و

له لرې لیدل کیدو

خو ما ورته لاسرسی نه درلود

کوم عمر چې ماته راکړل شوی و

پر ځمکې داسې تیر شو.

III

ای هی راتلونکو، تاسو چې د هغه توپان له زړه سر را پورته کوئ

چې موږ یې تیر کړی یو.

کله چې زموږ له نیمګړتیاو غږیږئ

په یاد ولرئ

زموږ له ستونزمنې زمانې هم وغږیږئ.

په یاد ولرئ چې موږ له خپلو بوټانو نه ډیر هیوادونه بدل کړل.

او په نهیلی مو د طبقاتی جګړې ډګرونه شاته پریښودل،

چیرې چې ستم و خو اعتراض نه و.

په دې ښه پوهیږو:

چې آن کرکه له حقارت څخه

انسان لا بیرحمه کوی

آن پر نابرابرۍ قهریدل

هم غږ زیږوی.

آخ، موږ چې غوښتل ځمکه د مهربانۍ لپاره برابره کړو

په خپله مو ونشو کړای مهربان ووسو.

خو تاسو کله چې هغه ورځې ته ورسیدی

چې انسان د انسان ملګری وی

زموږ په اړه

په مهربانۍ سره قضاوت وکړئ!

چوپتیا  چاپ
تاریخ : جمعه 15 شهریور ماه سال 1387

سالم جبران (فلسطینی شاعر)

له څنډې کوټې نه

د جنون ډک آواز فریادونه غوږونو ته رارسیدل:

شاید د یو زندانی له جنون ډکې چیغې وی

شاید کسټ وی خو ښکاره ده چې

د اسراییل جوړ شوی کسټ.

څو شیبې یې فکر وکړ او پریکړه یې وکړه:

دا ټولې شکنجې چې څکم

په دې وروځو کې

 ضروری ده

ډیره ضروری ده

څو سختې شکنجې ونه څکم

د خیانت شکنجه!

پښې یې ماتې وی

لاسونه یې حس نه درلود

سترګې یې

ـ یوه شیبه داسې ښکاره شوی ـ

چې د وړو په شان له دیوال سره نښلیدلی وی.

غوښتل یې چیغه کړی

خو ځانته یې وویل:

شلاق وخوره خو چوپ ووسه، مصطفی

څو ستا تریخ درد احساس نکړی!

خپلې میرمنې فاطمې ته یې فکر وکړ:

د دې لپاره چې ستا د سرټیټۍ لامل نشم، فاطمې

هیڅکله به خیانت ونکړم!

خپل مور ته یې فکر وکړ:

د دې لپاره چې ستا د سرټیټۍ لامل نشم، مورې

هیڅکله به خیانت ونکړم!

خپلې اته میاشتنې لور، رانیه، ته یې فکر وکړ:

رانیه!

د دې لپاره کله چې لویه شوی چې ستا د سرټیټۍ لامل نشم

هیڅکله به خیانت ونکړم!

خپل پلار، درې ورونو، خور ته

ګاونډیانو، خپلو زده کوونکو ته

خپلو همټولګیو ته یې په لومړنی، لیسې او پوهنتون کې فکر وکړ:

د دې لپاره چې ستاسو د سرټیټۍ لامل نشم

هیڅکله به خیانت ونکړم!

خپل ورور، صلاح، ته چې قبر یې معلوم نه دی فکر وکړ:

صلاح! زه ستا ورور یم

د توت هغې غټې ونې ته چې د پلار کور مخې ته یې وه فکر وکړ:

ستا تر سیورې لاندې مې په زلمیتوب کې هیله وکړه

چې هیواد ته خدمت وکړم

د دې لپاره چه ونه وایی: ژمنه دې وکړه او وفا دې ونکړه

هیڅکله به خیانت ونکړم!

مصطفی تر شکنجې لاندی ننګیرله

چې د خپل ولس هر یو تن پیژنی

آن هغوی چې لا نه دی پیدا شوی پیژنی!

هر یو  تن ته یې وویل:

که زما د ژوند په هکله لږه هم اندیښنه لری، کومه پروا نشته

خو هیڅکله زما د شرافت په هکله اندیښنه مه لری

زه به هیڅکله خیانت ونکړم!

مصطفی په چوپتیا کې  له ځان سره ژمنه وکړه

چې د چوپتیا په وسلې سره د شکنجې په وړاندې وجنګیږی

چې د چوپتیا په وسلې سره د انسان وژنکو په وړاندې وجنګیږی

*               *                   *

دچوپیتا په وسلې سره،

چې د آزادۍ ټول اتلان او جنګیالی

 ـ کله چې د تیری کونکی حرفه ای انسان وژنکو په لاس ولیږی ـ

په هغې سمبال دی

مصطفی هم سمبال شو.

مصطفی د چوپتیا لړۍ هیڅکله پری نه ښوده

مګر کله چې د ولس د آزادۍ فریاد یې

له وروستی سلګۍ پورته کړ.

دمخه چمتو شوی سناریو  چاپ
تاریخ : جمعه 15 شهریور ماه سال 1387

محمود درویش 

شاعر په دې شعر کې چې د مړینې څخه یو میاشت مخکې ویلی دی، په تریخ طنز سره د عربانو پر اوسنی حالت چې د حل لاره ورته پاتی نه ده، ملنډې وهی.

فرض کړو چې همدا اوس موږ راوغورځیدلو

زه او دښمن،

له فضا راوغورځیدلو

یو ګړنګ ته…

سناریو دمخه چمتو ده:

لومړی د خپل قسمت انتظار کاږو....

شاید ژغورنکی موږ دلته پیدا کړی

او د ژغورنې پړۍ راوچاوی

هغه وخت هغه وایی: زه لومړی

او زه وایم: زه لومړی

هغه ماته سپکې وایی او زه هغې ته سپکې سپورې

بی له کومې ګټې

پړی لا نه دې رسیدلی..../

د سناریو له مخې:

زه له ځان سره زمزمه کوم چې:

دې ته وایی د یو خوشبین انسان ځانځانی

بی له دې چې وغواړم پوه شم چې دښمن مې څه وایی

زه او هغه

په یوه لومه کې شریک

او شریک یو د احتمالاتو په لوبه کې

د پړی انتظار کوو، د ژغورنی د  پړی

                                  

چې هر یو ځان د ګړنګ ـ کندې څنډې ته ورسوو

هغه څه ته چې لا د ژوند څخه را پاتی دی

او له جګړې....

که وکړای شوو ځان وژغور!

زه او هغه

د یو بل سره ویریږو

او له یو بل سره هیڅ خبرې نه کوو

له ویرې... یا له بل شی

آخر موږ دواړه د یو بل دښمن یو..../

څه به وشی که ښامار

د سناریو له مخې

دلته په فش فش سره راورسیږی

او موږ دواړه ویریدلی وخوری

زه او هغه؟

د سناریو له مخې:

د ښامار په وژلو کې به سره شریک شوو

چې دواړه یوځای وژغورل شوو

یا هر یو بیل...

خو د منندوی او تبریک لپاره به هیڅکله خوله خلاصه نکړو

د هغه څه لپاره چې یوځای مو تر سره کړی

ځکه چې نه موږ، بلکې غریزې

په یوازیتوب له ځان څخه دفاع کړی ده

او ښکاره ده چې غریزه هم ایدئولوژی نلری....

خبرې اترې مو هم نه دی کړی

رایاد مو شو په ګډ خوشې توب کې

                                     د خبرو ترو مفهوم

کله چې پخوا یې راته ویلی وو:

هغه څه چې زما مال دی زما مال

او هغه څه چې ستا مال دی ستا مال

زه مال

او ستا مال!

د وخت په تیریدو سره، چې شګه ده او د صابون ځګ

هغه څه چې زموږ په منځ کې دی

 او ماته یې کړی  په درد سره چوپتیا

وی ویل: څه باید وکړو؟

ومی ویل: هیڅ.... ټول احتمالات آزمایوو

وی ویل: له کوم ځای هیله کولای شوو؟

و می ویل: له فضا

وی ویل: آیا هیره کړی دې نه ده چې ته مې په دې ګړنګ کې داسې ښخ کړی وی؟

ومی ویل څه پاتی نه وو چې هیر یې کړم ځکه چې بی ورښته سبا

لاس راته کلک ونیو او راوی کاږو... او ستومانه شو، لری شو

راته یې وی ویل: آیا اوس ما سره مذاکره کوی؟

ومې ویل: په دې ګړنګ کې د څه لپاره اوس له ما سره مذاکره کوی؟

وی ویل زما پر ونډې او ستا پر ونډې

زموږ پر خوشې توب او پر ګد قبر

ومې ویل: څه ګټه؟

وخت زموږ له لاسه وتښتیدو

او برخلیک له قاعدې کوږ شو

اوس مقتول او قاتل

دواړه په یو ګړنګ کې ویده دی

... او پر بل شاعر ده چې دې سناریو ته ادامه ورکړی

                                                          تر پای پورې!

مخملبافها توهین می کنند  چاپ
تاریخ : چهارشنبه 13 شهریور ماه سال 1387

تعصب و تجرد فکری از بیماری های کودکانه و شرم آوریی است که به گفته شاملو اکثریت ایرانی ها به آن گرفتار اند. در این میان محسن مخملباف از جمله ایرانی هایی است که بی وقفه به توهین مردم افغانستان می پردازد و از این رهگذر به  آرامش روحی میرسد.  

 

 

مخملباف که سالها قبل فلمی بنام سفر قندهار در مورد افغانستان تهیه کرد با نفرت مردم ما روبرو شد و اینک سناریوی اش را داده به دختر ش (سمیرا مخملباف) تا یکبار دیگر افغان ها را توهین نماید.  

 

بی بی سی می نویسد:   

کارگردان "اسب دوپا" همچنین در توضیح این که چرا فیلم خود را در افغانستان ساخته گفته است که در ایران به او اجازه فیلمسازی نمی دادند و از طرفی محیط افغانستان با فضای داستان هماهنگی بیشتری داشته است.  

 

آیا شما در افغانستان محیطی را دیده اید که کودکی برخیزد و کودک دیگری را این وحش گونه آزار و اذیت نماید؟  

مطمئناً که ندیده اید، پس کدام محیط افغانستان با فضای داستان محسن مخملباف هماهنگی بیشتری داشته است، خانم مخملباف؟ 

کله چې مرم لا تور یم  چاپ
تاریخ : سه شنبه 12 شهریور ماه سال 1387

د یو افریقایی هلک ویل شوی شعر چې په ۲۰۰۵ کال کې د کال غوره شعر وګڼل شو

کله چې دنیا ته راځم، تور یم

کله چې لویږم، تور یم

کله چې لمر ته وځم، تور یم

کله چې ویریږم، تور یم

کله چې ناروغ یم، تور یم

کله چې مرم، لا تور یم

او ته

سپین رنګی کله چې دنیا ته راځی، غنمرنګ یې

کله چې لویږئ، سپین یې

کله چې لمر ته وځئ، سور یې

کله چې یخنی دې کیږی، شین یې

کله چې ویریږی، زیړ یې

کله چې ناروغیږی، زرغون یې

او

کله چې مری، خړ یې

او ته.....!؟

ماته وایی رنګین پوټکی؟

مارګوت بیګل  چاپ
تاریخ : سه شنبه 12 شهریور ماه سال 1387

مینه، مینه زیږوی

مینه، ژوند بښی

ژوند، له ځان سره رنځ لری

رنځ، اندیښنه زیږوی

اندیښنه، زړورتیا بښی

زړورتیا، له ځان سره اعتماد لری

اعتماد، هیله زیږوی

هیله، ژوند بښی

ژوند، مینه زیږوی

مینه، مینه زیږوی

فراز، سرفراز غلې شو  چاپ
تاریخ : یکشنبه 10 شهریور ماه سال 1387

پښتو بی بی سی وب پاڼه

احمد فراز په همدغو کلونو کې هغه انقلابی شاعری وکړه چې په اردو ادب کې یې د فیض تر شاعرۍ وروسته سارى نه و لیدل شوى- فراز په خپل ژوند کې ډېرې جایزې اخیستې وې، خو لویه جایزه یې د پاکستان هلال امتیاز جایزه وه، چې ډېرو لږو خلکو ته په برخه شوې ده .

 خو د غنی خان خبره هغه '' د لالونو گدا نه بلکې د خالونو گدا و'' نو ځکه یې په ٢٠٠٤ میلادی کال کې د جنرال پروېز مشرف د تگلارو په وړاندې احتجاج وکړ او هلال امتیاز یې بېرته حکومت ته وسپارۀ.

خو له بده مرغه موږ په هیواد کې تر دې وخت پورې هیچا دا سیاسی زړورتیا نه ده موندلى چې د جنایتکارانو، زورواکو او خاینانو جایزې یا وانخلی او یا هم بیرته څښتن ته وسپاری.

دا هم سیاسی پوهه او تر ټولو مهمه سیاسی زړورتیا غواړی.

د زندانی ستاینه  چاپ
تاریخ : پنجشنبه 7 شهریور ماه سال 1387

خسوس سابواورین (کوبایی شاعر)

تر هغه چې لا آزاد  یې

فکر وکړه چې یو بل په بند کې دى.

د هغې فکر وکړه، چې بې ګناه دى،

خو، په بى ځایه ګناه په زندان کې خوړینیږی.

کله چې څه خورئ، فکر وکړه چې هغه وږى دى.

کله چې د آسمان هوا راکاږئ

فکر وکړه، چې هغه د زندان په تنګوالی کې لنډه لنډه ساه کاږی.

کله چې خپلوان دې مچوئ،

فکر وکړه، چې هغه یوازې په خپلو تبجنو اندونو کې مچول احساسوی

هر څه چې لرئ، باید د هغې لپاره یې وساتئ.

مچول،

اوبه،

هوا او ډوډۍ.

مه پریږده چې یوه مړۍ ډوډۍ هم په ځمکې ولیږی

چې هلته، هغه وږى زندانی یوه مړۍ ډوډۍ له ځمکې راپورته کوی

آن یو څاڅکې اوبه بى ځایه مه تویوه،

چې هغه د یو څاڅکی اوبو سره خپله تنده ماتوی.

هغه ته د آسمان یوه ټوټه وساته

چې په زندان کې یې آسمان له هغې اخیستى

یوازې خپله چوپتیا مه ساته!

چې چوپتیا د جلاد ملتیا ده.

راشه له ما  سره په قهر او ښادئ ولوله

چې نن انسان ته سپکاوى شوى دى.

لمر ډوبیږی  چاپ
تاریخ : سه شنبه 5 شهریور ماه سال 1387

  

ایمل هاشور

توره تیاره ده

شپه لوڅه لغړه

رڼا ویده

وحشیان تبرګی په لاس

                                  په ځنګلونو کې ونې غوڅوی

                                  په ځنګلونو کې ښاخونه پرې کوی

د لمر څانګه ده غړنده

د باران اوښکه ده تړمه

کروندې دی شاړې

ورشوګانې دی مړاوى

لمر ډوب شو

شپوږمۍ راتاو په شپاله کې

نه شونډه رپیږی پر سندرې

نه لیمه لمدیږی پر اوښکې

"مینه" ده لیچنه

"خواخوږی" ده کرکجنه.

 حرمونی

حرمونی

حرمونی

               مسته نڅا

               مسته خندا

... او دلته لمر ډوبیږی!

محمود درویش  چاپ
تاریخ : شنبه 2 شهریور ماه سال 1387

همدلته ودریدلی یو. همدلته کښیناستلی یو. تل همدلته.

تلپاتې همدلته.

یوازې یو هدف لرو، یو هدف:

له دې پرته پر بل هر څه اختلاف لرو:

آن د ملی بیرغ په شکل باندې.

[ اې ژوندې ملته! دا به سمه وی  که  د یوه  خر ساده انځور غوره کړې.]

د نوی ملی سرود پر کلیمو هم اختلاف لرو.

[دا به سمه وی چې د کوترو له واده څخه یوه ترانه غوره کړې]

همدا ډول د ښځو پر دندو هم اختلاف لرو.

[دا به سمه وی چې یوه میرمن د پلیس د ادارې ریاست ته وګمارئ]

اختلاف لرو پر سلنې، پر عام او خاص،

پر هر څه اختلاف لرو. موږ یوازې یو هدف لرو:

ژوند....

وروسته له هغې، به هر څوک د خپل هدف د غوروالی لپاره وخت ولری.

محمود درویش  چاپ
تاریخ : شنبه 2 شهریور ماه سال 1387

" که باران نه یې، زما ګرانه!

ونه ووسئ،

له میوې ډکه.... ونه ووسه!

که ونه نه یې، زما ګرانه!

ډبره ووسه،

له نم ډکه، ډبره ووسه!

او که ډبره نه یی، زما ګرانه!

سپوږمۍ ووسه

د خپلې ناوې  په خیال کې... سپوږمۍ ووسه!"

[داسې ویل یوې ښځې

د خپلو زوی د جنازې په ښخولو کې.]

کوڅه ډبی  چاپ
تاریخ : سه شنبه 29 مرداد ماه سال 1387

لنګستن هیوز

 موږ د ناهییلو جوپه یو

د بى فکرو او بى پرواو جوپه

د ولږو جوپه

هیڅ نلرو

چې خیټه مو ورباندې ډکه کړو

ځاى نلرو

چې خپل لرګین لوښې کیږدو.

موږ

بى اوښکې ډله یو

چې ژړا

هم نشو کولاى!

امریکایی ـ افریقایی قطعه  چاپ
تاریخ : سه شنبه 29 مرداد ماه سال 1387

 لنګستن هیوز

څه لرې

څه لرى ده

افریقا.

آن یوه خاطره هم ژوندې پاتې نه ده

یوازې هغه چې د تاریخ کتابونو جوړه کړى،

یوازې هغه چې ترانې یې

د آهنګینو انګازو سره په وینه کې تویوی

په غمجنو کلیمو سره، د پردیو په ژبه چې د تورو ژبه نه ده

د آهنګینو انګازو سره له وینې سر راوباسی.

څه لرې

څه لرى ده

افریقا!

ډهلونه رام شوی

د وخت په زړه کې ورک شوی.

او له دې سره، د توکمیزې لړې له شا

یوه ترانه مې غوږونو ته راځى چې زه ورباندې نه پوهیږم:

زموږ د پلرونو د ټاټوبی ترانه،

 د هغو امیدونو ترانه چې په تریخوالی سره له منځه تللی دی

بى له دې چې ځانته ځای ومومی.

څه لرې

څه لرې ده

د افریقا توره څیره!

پریږدئ دا وطن بیا وطن شی  چاپ
تاریخ : یکشنبه 27 مرداد ماه سال 1387

لنګستن هیوز

پریږدئ دا وطن بیا وطن شی.

پریږدی بیا هماغه رویا شی چې وه.

پریږدئ د دښتې مخکښ شی

او چیرې چې آزاد دى هلته ځیګى ومومی.

(دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و.)

پریږدئ دا وطن هغه رویا شی چې رویاپالونکې په خپله رویا کې لرله

پریږدئ د مینې لوی او پیاوړى ټاټوبى شی

هغه ټاټوبى چې په کې نه پاچاهان وکړاى شی بى پروایی وکړی

 نه بلوسګران وکړاى شی توطئه وکړی

او هر هغه انسان چې ترې لوړ دى له منځه یوسی.

(دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و.)

آه، پریږدئ زما ټاټوبى هغه ټاټوبى شی

چې آزادی په کې د هیوادپالنې د جوړ شوی ګل په تاج نه سینګاروی.

خو هر چا ته په کې رښتونی شونتیا او وخت شته

                                                      او ژوند آزاد دى.

او برابری په هغه هوا کې ده چې ټول یې  استشناق کوو.

( د "آزادګانو په دې ټاټوبې" کې هیڅکه ماته

نه په کار کې برابری وه، نه هم آزادی.)

ووایه، ته څوک چې په ترږمه کې د شونډې لاندې زمزمه کوئ؟

څوک یې، چې حجابت دې تر ستورو  پورې پراختیا مومی؟

بیچاره سپین پوټکى یم چې غولوی یم، لرى یې غورځولى یم،

هغه تورپوټکى یم چې د بردګۍ رټه پر تن لرم،

هغه سورپوټکى یم چې له خپل ټاټوبی څخه شړل شوى یم

هغه مهاجر یم چې منګولې مې ښخې کړی په هغه هیله کې چې هیله من کړى یم

خو له همغې پخوانی لعنتی سریزې پرته مې څه په برخه شوی نه دی

چې سپى سپى داړی او شتمن بیوزله تر پښو لاندې غوبل کوی.

زه هغه ځوان یم  هیله من او واکمن

چې ښکیل شوى د سود، ځواک، استفادې

د ځمکې لوټنې، د زرو لوټنې

د اړتیاو د پوره کولو د طریقو د لوټنې

د انسانانو د کار، د مزد

او د حرص او طمعى په فرمان د ټولو شیانو د تصاحب کولو

په پخوانی بى پایه ځنځیرونو کې.

زه بزګر یم ـ د خاورې بنده

کارګر یم، د ماشین زر پیریدونکى.

تورپوټکى یم، ستاسو د ټولو خدمتګار

زه ولس یم: اندیښمن، وږى، بدمرغى،

چې د هغې رویا سره ، لا نن هم د یوې مړۍ ډوډۍ اړ یم.

لا نن زه بیوزله یم. ـ آه، اى مخکښو!

زه هغه انسان یم چې هیڅکه یې ونشو کړاى یوګام مخې ته کیږدی،

هغه بیوزله کارګر چې  له کلونو راپدیخوا لاس په لاس ګرځی.

سره د دې، زه هماغه کس یم چې په لرغونی نړۍ کې

هغه وخت چې لا د پاچاهانو رعیت وم

خپله بنسټیزه هیله مې په خپله رویا کې وپالـلـه،

هومره ځواکمنه، هومره زړه وره او هومره رښتونی رویا

چې په هره خښته او هر ډبرې او په هرې یوې کې چې دا وطن یې

                                                           هغه ټاټوبى جوړ کړ چې اوس دى

غښتلى زړورتیا یې لا  سرود وایی.

آه، زه هغه انسان یم چې په ټولو لومړینی دریابونه کې وګرځیدم

د هغې شی په لټه چې تمه مې لرله، کور مې شی

زه هغه څوک یم چې د ایرلند تورې غاړې

او د لهستان دښتې

او د انګلستان شنې ورشوګانې مې شاته پریښودى

د تورې افریقا د سواحلو څخه جلا شوم

او راغلم څو د "آزادګانو ټاټوبى" ودان کړم.

آزاده ګان؟

یوه رویا ـ

هغه رویا چې اوس مې هم ځانته رابلی.

آه، پریږدئ دا وطن بیا وطن شی

ـ هغه ټاټوبى چې ښایې باید وى، نه دى

او باید وشی! ـ

هغه ټاټوبى چې په کې هر انسان آزاد وی

هغه ټاټوبى چې زما دى.

ـ د بیوزلو، د سورپوټکو، د تورو، زما،

چې دا وطن یې وطن کړ،

چې وینه او د تندې خوله یې، درد او ایمان یې

 د لاسونو تویاندې یې او تر باران لاندې یوه یې

یوځل بیا زموږ غښتلى رویا باید راستنه کړی.

هو، هر څه کنځلې چې په زړه کې لرئ ماته یې وکړئ

د آزادۍ پولاد زنګ نه وهی.

د هغو کسانو څخه چې د خلکو پر ژوندانه انګل ډوله نښتی دی

ښایی موږ خپل ټاټوبى خپله امریکا یو ځل بیا واخلو.

آه، هوکۍ

په ښکاره یې وایم،

دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و،

خو سره د دې  لوړه کوم چې زما وطن، به وی!

رویا یې

د تلپاتی زړی په شان

زما د ځان په سلول سلول کې کرل شوى.

موږ خلک ښایی

خپل ټاټوبى، خپل کانونه، خپل بوټی، خپل سیندونه

غرونه او بى پایه دښتې مو آزادې کړو:

ټول ځایونه، د دې شنه پراخو ایالتونو ګوټ ګوټ ـ

او یوځل بیا وطن جوړ کړو!

دښمن  چاپ
تاریخ : یکشنبه 27 مرداد ماه سال 1387

ژاک شاردن

بى خبره وم چې ډیره  موده کیږی

ما څاری.

کله چې د نوی غړیدلی ګل د شکولو په تکل

                                            راکښته شوم

په شتون یې پوه شوم

زما په څو ګامۍ کې ودریدلى و

او له هغه ځایه چې شګه توده او سوځونکی وه

خپله لاره مې ونیوله.

خو کله چې لمر

                     په ډبیدو و

سیوری یې پر ځمکه اوږد شو

او په دې هوډ چې لاره ما ته راښکاره کړی

له ما تیر شو.