هر فیلم فقط 100 تومان Close
تبلیغات در بلاگ اسکای
پریږدئ دا وطن بیا وطن شی  چاپ
تاریخ : یکشنبه 27 مرداد ماه سال 1387

لنګستن هیوز

پریږدئ دا وطن بیا وطن شی.

پریږدی بیا هماغه رویا شی چې وه.

پریږدئ د دښتې مخکښ شی

او چیرې چې آزاد دى هلته ځیګى ومومی.

(دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و.)

پریږدئ دا وطن هغه رویا شی چې رویاپالونکې په خپله رویا کې لرله

پریږدئ د مینې لوی او پیاوړى ټاټوبى شی

هغه ټاټوبى چې په کې نه پاچاهان وکړاى شی بى پروایی وکړی

 نه بلوسګران وکړاى شی توطئه وکړی

او هر هغه انسان چې ترې لوړ دى له منځه یوسی.

(دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و.)

آه، پریږدئ زما ټاټوبى هغه ټاټوبى شی

چې آزادی په کې د هیوادپالنې د جوړ شوی ګل په تاج نه سینګاروی.

خو هر چا ته په کې رښتونی شونتیا او وخت شته

                                                      او ژوند آزاد دى.

او برابری په هغه هوا کې ده چې ټول یې  استشناق کوو.

( د "آزادګانو په دې ټاټوبې" کې هیڅکه ماته

نه په کار کې برابری وه، نه هم آزادی.)

ووایه، ته څوک چې په ترږمه کې د شونډې لاندې زمزمه کوئ؟

څوک یې، چې حجابت دې تر ستورو  پورې پراختیا مومی؟

بیچاره سپین پوټکى یم چې غولوی یم، لرى یې غورځولى یم،

هغه تورپوټکى یم چې د بردګۍ رټه پر تن لرم،

هغه سورپوټکى یم چې له خپل ټاټوبی څخه شړل شوى یم

هغه مهاجر یم چې منګولې مې ښخې کړی په هغه هیله کې چې هیله من کړى یم

خو له همغې پخوانی لعنتی سریزې پرته مې څه په برخه شوی نه دی

چې سپى سپى داړی او شتمن بیوزله تر پښو لاندې غوبل کوی.

زه هغه ځوان یم  هیله من او واکمن

چې ښکیل شوى د سود، ځواک، استفادې

د ځمکې لوټنې، د زرو لوټنې

د اړتیاو د پوره کولو د طریقو د لوټنې

د انسانانو د کار، د مزد

او د حرص او طمعى په فرمان د ټولو شیانو د تصاحب کولو

په پخوانی بى پایه ځنځیرونو کې.

زه بزګر یم ـ د خاورې بنده

کارګر یم، د ماشین زر پیریدونکى.

تورپوټکى یم، ستاسو د ټولو خدمتګار

زه ولس یم: اندیښمن، وږى، بدمرغى،

چې د هغې رویا سره ، لا نن هم د یوې مړۍ ډوډۍ اړ یم.

لا نن زه بیوزله یم. ـ آه، اى مخکښو!

زه هغه انسان یم چې هیڅکه یې ونشو کړاى یوګام مخې ته کیږدی،

هغه بیوزله کارګر چې  له کلونو راپدیخوا لاس په لاس ګرځی.

سره د دې، زه هماغه کس یم چې په لرغونی نړۍ کې

هغه وخت چې لا د پاچاهانو رعیت وم

خپله بنسټیزه هیله مې په خپله رویا کې وپالـلـه،

هومره ځواکمنه، هومره زړه وره او هومره رښتونی رویا

چې په هره خښته او هر ډبرې او په هرې یوې کې چې دا وطن یې

                                                           هغه ټاټوبى جوړ کړ چې اوس دى

غښتلى زړورتیا یې لا  سرود وایی.

آه، زه هغه انسان یم چې په ټولو لومړینی دریابونه کې وګرځیدم

د هغې شی په لټه چې تمه مې لرله، کور مې شی

زه هغه څوک یم چې د ایرلند تورې غاړې

او د لهستان دښتې

او د انګلستان شنې ورشوګانې مې شاته پریښودى

د تورې افریقا د سواحلو څخه جلا شوم

او راغلم څو د "آزادګانو ټاټوبى" ودان کړم.

آزاده ګان؟

یوه رویا ـ

هغه رویا چې اوس مې هم ځانته رابلی.

آه، پریږدئ دا وطن بیا وطن شی

ـ هغه ټاټوبى چې ښایې باید وى، نه دى

او باید وشی! ـ

هغه ټاټوبى چې په کې هر انسان آزاد وی

هغه ټاټوبى چې زما دى.

ـ د بیوزلو، د سورپوټکو، د تورو، زما،

چې دا وطن یې وطن کړ،

چې وینه او د تندې خوله یې، درد او ایمان یې

 د لاسونو تویاندې یې او تر باران لاندې یوه یې

یوځل بیا زموږ غښتلى رویا باید راستنه کړی.

هو، هر څه کنځلې چې په زړه کې لرئ ماته یې وکړئ

د آزادۍ پولاد زنګ نه وهی.

د هغو کسانو څخه چې د خلکو پر ژوندانه انګل ډوله نښتی دی

ښایی موږ خپل ټاټوبى خپله امریکا یو ځل بیا واخلو.

آه، هوکۍ

په ښکاره یې وایم،

دا وطن هیڅکله ماته وطن نه و،

خو سره د دې  لوړه کوم چې زما وطن، به وی!

رویا یې

د تلپاتی زړی په شان

زما د ځان په سلول سلول کې کرل شوى.

موږ خلک ښایی

خپل ټاټوبى، خپل کانونه، خپل بوټی، خپل سیندونه

غرونه او بى پایه دښتې مو آزادې کړو:

ټول ځایونه، د دې شنه پراخو ایالتونو ګوټ ګوټ ـ

او یوځل بیا وطن جوړ کړو!