لمر ډوبیږی چاپ
تاریخ : سه شنبه 5 شهریور ماه سال 1387
ایمل هاشور
توره تیاره ده
شپه لوڅه لغړه
رڼا ویده
وحشیان تبرګی په لاس
په ځنګلونو کې ونې غوڅوی
په ځنګلونو کې ښاخونه پرې کوی
د لمر څانګه ده غړنده
د باران اوښکه ده تړمه
کروندې دی شاړې
ورشوګانې دی مړاوى
لمر ډوب شو
شپوږمۍ راتاو په شپاله کې
نه شونډه رپیږی پر سندرې
نه لیمه لمدیږی پر اوښکې
"مینه" ده لیچنه
"خواخوږی" ده کرکجنه.
حرمونی
حرمونی
حرمونی
مسته نڅا
مسته خندا
... او دلته لمر ډوبیږی!



