2000 عنوان کتاب فارسی Close
تبلیغات در بلاگ اسکای
دمخه چمتو شوی سناریو  چاپ
تاریخ : جمعه 15 شهریور ماه سال 1387

محمود درویش 

شاعر په دې شعر کې چې د مړینې څخه یو میاشت مخکې ویلی دی، په تریخ طنز سره د عربانو پر اوسنی حالت چې د حل لاره ورته پاتی نه ده، ملنډې وهی.

فرض کړو چې همدا اوس موږ راوغورځیدلو

زه او دښمن،

له فضا راوغورځیدلو

یو ګړنګ ته…

سناریو دمخه چمتو ده:

لومړی د خپل قسمت انتظار کاږو....

شاید ژغورنکی موږ دلته پیدا کړی

او د ژغورنې پړۍ راوچاوی

هغه وخت هغه وایی: زه لومړی

او زه وایم: زه لومړی

هغه ماته سپکې وایی او زه هغې ته سپکې سپورې

بی له کومې ګټې

پړی لا نه دې رسیدلی..../

د سناریو له مخې:

زه له ځان سره زمزمه کوم چې:

دې ته وایی د یو خوشبین انسان ځانځانی

بی له دې چې وغواړم پوه شم چې دښمن مې څه وایی

زه او هغه

په یوه لومه کې شریک

او شریک یو د احتمالاتو په لوبه کې

د پړی انتظار کوو، د ژغورنی د  پړی

                                  

چې هر یو ځان د ګړنګ ـ کندې څنډې ته ورسوو

هغه څه ته چې لا د ژوند څخه را پاتی دی

او له جګړې....

که وکړای شوو ځان وژغور!

زه او هغه

د یو بل سره ویریږو

او له یو بل سره هیڅ خبرې نه کوو

له ویرې... یا له بل شی

آخر موږ دواړه د یو بل دښمن یو..../

څه به وشی که ښامار

د سناریو له مخې

دلته په فش فش سره راورسیږی

او موږ دواړه ویریدلی وخوری

زه او هغه؟

د سناریو له مخې:

د ښامار په وژلو کې به سره شریک شوو

چې دواړه یوځای وژغورل شوو

یا هر یو بیل...

خو د منندوی او تبریک لپاره به هیڅکله خوله خلاصه نکړو

د هغه څه لپاره چې یوځای مو تر سره کړی

ځکه چې نه موږ، بلکې غریزې

په یوازیتوب له ځان څخه دفاع کړی ده

او ښکاره ده چې غریزه هم ایدئولوژی نلری....

خبرې اترې مو هم نه دی کړی

رایاد مو شو په ګډ خوشې توب کې

                                     د خبرو ترو مفهوم

کله چې پخوا یې راته ویلی وو:

هغه څه چې زما مال دی زما مال

او هغه څه چې ستا مال دی ستا مال

زه مال

او ستا مال!

د وخت په تیریدو سره، چې شګه ده او د صابون ځګ

هغه څه چې زموږ په منځ کې دی

 او ماته یې کړی  په درد سره چوپتیا

وی ویل: څه باید وکړو؟

ومی ویل: هیڅ.... ټول احتمالات آزمایوو

وی ویل: له کوم ځای هیله کولای شوو؟

و می ویل: له فضا

وی ویل: آیا هیره کړی دې نه ده چې ته مې په دې ګړنګ کې داسې ښخ کړی وی؟

ومی ویل څه پاتی نه وو چې هیر یې کړم ځکه چې بی ورښته سبا

لاس راته کلک ونیو او راوی کاږو... او ستومانه شو، لری شو

راته یې وی ویل: آیا اوس ما سره مذاکره کوی؟

ومې ویل: په دې ګړنګ کې د څه لپاره اوس له ما سره مذاکره کوی؟

وی ویل زما پر ونډې او ستا پر ونډې

زموږ پر خوشې توب او پر ګد قبر

ومې ویل: څه ګټه؟

وخت زموږ له لاسه وتښتیدو

او برخلیک له قاعدې کوږ شو

اوس مقتول او قاتل

دواړه په یو ګړنګ کې ویده دی

... او پر بل شاعر ده چې دې سناریو ته ادامه ورکړی

                                                          تر پای پورې!