همدلته ودریدلی یو. همدلته کښیناستلی یو. تل همدلته. تلپاتې همدلته. یوازې یو هدف لرو، یو هدف: له دې پرته پر بل هر څه اختلاف لرو: آن د ملی بیرغ په شکل باندې. [ اې ژوندې ملته! دا به سمه وی که د یوه خر ساده انځور غوره کړې.] د نوی ملی سرود پر کلیمو هم اختلاف لرو. [دا به سمه وی چې د کوترو له واده څخه یوه ترانه غوره کړې] همدا ډول د ښځو پر دندو هم اختلاف لرو. [دا به سمه وی چې یوه میرمن د پلیس د ادارې ریاست ته وګمارئ] اختلاف لرو پر سلنې، پر عام او خاص، پر هر څه اختلاف لرو. موږ یوازې یو هدف لرو: ژوند.... وروسته له هغې، به هر څوک د خپل هدف د غوروالی لپاره وخت ولری. |