ایمل هاشور توره تیاره ده شپه لوڅه لغړه رڼا ویده وحشیان تبرګی په لاس په ځنګلونو کې ونې غوڅوی په ځنګلونو کې ښاخونه پرې کوی د لمر څانګه ده غړنده د باران اوښکه ده تړمه کروندې دی شاړې ورشوګانې دی مړاوى لمر ډوب شو شپوږمۍ راتاو په شپاله کې نه شونډه رپیږی پر سندرې نه لیمه لمدیږی پر اوښکې "مینه" ده لیچنه "خواخوږی" ده کرکجنه. حرمونی حرمونی حرمونی مسته نڅا مسته خندا ... او دلته لمر ډوبیږی! |