پښتو بی بی سی وب پاڼه احمد فراز په همدغو کلونو کې هغه انقلابی شاعری وکړه چې په اردو ادب کې یې د فیض تر شاعرۍ وروسته سارى نه و لیدل شوى- فراز په خپل ژوند کې ډېرې جایزې اخیستې وې، خو لویه جایزه یې د پاکستان هلال امتیاز جایزه وه، چې ډېرو لږو خلکو ته په برخه شوې ده . خو د غنی خان خبره هغه '' د لالونو گدا نه بلکې د خالونو گدا و'' نو ځکه یې په ٢٠٠٤ میلادی کال کې د جنرال پروېز مشرف د تگلارو په وړاندې احتجاج وکړ او هلال امتیاز یې بېرته حکومت ته وسپارۀ. خو له بده مرغه موږ په هیواد کې تر دې وخت پورې هیچا دا سیاسی زړورتیا نه ده موندلى چې د جنایتکارانو، زورواکو او خاینانو جایزې یا وانخلی او یا هم بیرته څښتن ته وسپاری. دا هم سیاسی پوهه او تر ټولو مهمه سیاسی زړورتیا غواړی. |